انالله وانا الیه راجعون؛ د اريانا سعيد څخه ډېر بد خبر راغی
د افغانستان د مشهورې سندرغاړې آريانا سعید څخه يو ډېر بد خبر راغی، آریانا سعید د افغانستان د وروستي تحول نه وروسته د خپل هېواد افغانستان څخه ووته او د امريکا په متحده ايالاتو کې مېشته شوه دا په امريکا کې وه خو کورنۍ یې بيا په اروپا کې پاتې وه.
نن رسنيو خبر ورکړ چې د اريانا سعيد خور په ډنمارک هېواد کې په يوه ترافيکي حادثه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، اريانا سعيد هم دغه خبر د خپل رسمي حساب څخه تائید کړي دی او ويلي يې دي چې خپله خور حميده يې له لاسه ورکړه.
اريانا سعيد ويلي دي چې ددې مشره خور حميده يوه داسې ښځه وه چې خپل وروڼه او خویندې یې په يوازې ځان سره وپاللې او ټولنې ته یې هنرمندان، ډاکټران او نرسان وړاندې کړل.