انالله وانااليه راجعون؛ د محمد نبي څخه ډېر بد خبر راغی -

انالله وانااليه راجعون؛ د محمد نبي څخه ډېر بد خبر راغی

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني کپتان محمد نبي له کورنۍ څخه خواشينونکی خبر راغی.

د ترلاسه شويو خبرونو په بنسټ د محمد نبي پلار د ورپیښې ناروغۍ له کبله وفات شو، تراوسه پورې دا نه ده معلومه چې د نوموړي پلار کومه ناروغي درلوده خو سهار د هغه د پلار د سختې ناروغی خبر ورکړل شو او مازدیګر بيا ګڼ شمېر رسنیو او خبریالانو دا خبر ورکړ چې د نوموړي پلار وفات شوی دی.

محمد نبي د افغانستان د ټيم کپتان و چې څو ورځې وړاندې یې په نړیوال جام کې د خپل خراب کردار له کبله استعفا ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *