امريکا په افغانستان د بل برید خبرداری ورکړ وايي دا ځل په

د امريکا متحده ايالاتو يو ځل بيا په افغانستان د بريد ګواښ کړی دی. ددې هېواد د بهرنيو چارو د وزارت ویاند په یو لړ تازه څرګندونو کې ويلي دي که چېرې يو ځل بيا په افغانستان کې ترهګر تجهيز او سمبال شي نو دوی تيار دي چې په افغانستان حمله وکړي، عملیات ترسره کړي.

د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته امريکا په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ووژاه او د افغانستان په فضا باندې یې خپل نظارت ته دوام ورکړ چې په دې هکله واکمنې ډلې څو ځل شکایت هم کړی دی.

د امريکا متحده ايالات وايي چې په افغانستان واکمنې ډلې ورسره ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې به بيا نړيوالو ترهګرو ډلو ته چې د امريکا او متحدو هېوادونو ته ګواښ وي نه پرېږدي.

مګر په کابل کې د القاعده د مشر تر وژلو وروسته په کابل د واکمنې ډلې په خبرو باندې د امريکا او نړیوالو باور کم شوی دی او پخپل لاس پکار دي او افغانستان د هوا څخه کلک څاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *