امريکا د پاکستان خارجه وزير: د چین څخه مرسته وغواړئ زموږ سره

پاکستان په یوه سخت اقتصادي حالت کې قرار لري د یوه لوري یې پيسې ورځ تر بلې ارزښت له لاسه ورکوي چې ورسره د خوراکي او انرژۍ د توکو بیې په بې ساري ډول لوړېږي د بل لوري طبيعي آفاتو سېلابونو ددې هېواد ډېره برخه په شديد ډول ځپلې موسمي حاصلات یې له منځه وړي.

ددې حالتونو څخه د پاکستان صدراعظم شهباز شريف هم فریاد وکړ او ويې ويل چې هر دوست هېواد ته ولاړ شي او يا يې مشرانو ته زنګ وکړي نو هغوي فکر کوي چې موږ بيا قرض غواړو.

په دې جریان کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو واشنګټن ته رسیدلی دی خو د امريکا د خارجه وزير انتوني بلينکن ورته ويلي دي چې د خپلو مشکلاتو د حل لپاره دې د چين څخه مرسته وغواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *