امريکا: د نجونو د پوهنتونو تړل بیه به اوس کابل ادا کوي، تر يوې اونۍ

په افغانستان کې د نجونو ښوونځيو او پوهنتونونو تړل کیدو ته غبرګونونه دوام لري تازه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په یوه بیان کې ويلي دي چې په کابل واکمنه ډله به ددې پرېکړې بيه ادا کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په بیان کې دا نه دي راغلي چې ددغه ډلې په وړاندې به څه ډول اقدامات ترسره کوي خو ويلي يې دي چې تراوسه لا وخت شته دی دغه پرېکړه دې بېرته واخیستل شي.

د نړۍ ټول اسلامي هېوادونه، ټول افغان علما، ټول افغان ملت او ټوله نړۍ په افغانستان کې د نجونو د زده کړو مخنیوی د انسانیت او اسلامیت په تور داغ بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *