امريکايی سندرغاړې؛ تر دېرش کلنۍ پورې مې له کور.والي خوند نه اخيست خو چې ريښتيا ووايم نو -

امريکايی سندرغاړې؛ تر دېرش کلنۍ پورې مې له کور.والي خوند نه اخيست خو چې ريښتيا ووايم نو

د امريکا يوې مشهورې سندرغاړې کټي پېري د خپل ګډ ژوند په هکله یو ډېر جالب او زړور اعتراف کړی دی، هغه چې اوس ۳۸ کاله عمر لري د خپل ګډ ژوند او د کور. والي په برخه کې د خپلې تجربې څخه بحث کړی دی او پرته له دې چې وشرمېږي نو خپله تجربه یې د مينوالو سره شريکه کړې ده او په دې هکله يې سپينې خبرې کړې دي.

نوموړې ويلي دي چې ډېری خلک دا فکر لري چې کېدی سي دوی د کور. والي څخه هغه مهال ډېر خوند واخلي کله یې چې عمر تر پينځه ويش کلونو پورې وي خو وايي چې په دې هکله ددې شخصي تجربه چې کومه ده هغه بل ډول ده.

دا وايي چې دې تر ۳۰ کلنۍ پورې د ګډ ژوند څخه په واقعي مانا ډېر خوند نه دی اخيستی خو وايي له ۳۰ کلنۍ وروسته یې د کور. والي او ګډ ژوند څخه اصلي خوند اخیستل پيل کړی، ددې په خبره چې ژوند ښکلی دی او په هره مرحله کې یې بايد د ټولو ښېګڼو څخه پوره استفاده وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *