امريکايي پوليسه د خپلو شپږو همکارانو سره په جن. سي اړيکو نیول شوې
د امريکا د متحده ايالاتو په تېنېسي ايالت کې يوې پېښې ددې هېواد په رسنيو کې پراخ ځای موندلی دی. په دغه ايالت کې د پوليسو په يوه قرارګاه کې يوې پوليسې میرمنې په یوه وخت کې د خپلو شپږو همکارانو سره اړيکه درلوده.
په دې هکله پوليسو لومړي تحقيقات پيل کړي دي، ددې تحقیقاتو په بنسټ د مېګان هال په نامه دې پوليسې مېرمنې د خپل ۶ نارينه همکارانو سره روابط درلودل، دا شپږ همکاران یې په دې نه و خبر چې ګواکي مېګان ددوی ټولو سره اړیکې لري.
د پوليسو لومړيو تحقيقاتو کې څرګنده شوې ده چې دا مېرمن ددوی سره ډانس کلبونو ته تللې، په مسج او ټلیفون کې یې د يو بل سره نا. سمې خبرې کړې دي او ورسره یې ددوی سره جن. سي اړیکې هم درلودې.