امريکايي مېرمنې په تشناب کې زوی دنيا ته راوړ په اخري شېبه کې يې ونيوه
په ټيک ټاک کې يوې مېرمنې او خاوند د خپل ماشوم د پيدا کیدو د مهال ويډيو خپره کړې ده، په دې ويډيو کې ليدل کېږي چې دا مېرمن خپل ماشوم په تشناب کې دنيا ته راوړي.
دغه مېرمنې وروسته د خپل ماشوم د پيدا کېدو وويل چې په کور کې آرامه ناسته وه هرڅه عادي تشناب ته ولاړه يو ناڅاپه یې ماشوم د پيدا کېدو پروسه پيل شوه.
خو د ټولنيزو رسنيو کارونکو ورباندې نيوکه کړې ده او ويلي يې دي چې پهدې حالت کې هم ددوی سره د ويډيو کولو غم و او ان په د انسان د ژوند په بيه د خلکو دقت جلبول د نادانۍ اوج دی.