امريکايي ماډله: کاشکې په یوه مسلمانه ټولنه کې لویه شوې وی ځکه چې
مشهوره امريکايي ماډله بېلا هديد وايي چې ډېره هيله لري چې په يوه مسلمانه ټولنه کې لویه شوې وی، نوموړې چې د امریکا یوه ترټولو مشهوره ماډله ده دغه خبرې په خپله وروستۍ مرکه کې وکړې چې ډېرو زیاتو خلکو ورباندې تبصرې وکړې.
دا چې په اصل کې یې کورنۍ د فلسطین ده په امريکا کې پيدا شوې ده او په دې هېواد کې لويه شوې ده، نوموړې ترټولو ټاپ ماډله ده او ښکلا یې د ساينس له اړخه لومړی نمبر ده.
دا چې په ښکاره د فلسطین ملاتړ کوي ډېر وخت د لويو شرکتونو او ځینې اسرايل ملاتړو کسانو له غبرګون سره مخ کېږي او په کاري ساحه کې یې قراردادونه لغوه کېږي.