امريکايي جنرال: د اشرف غني حکومت موږ پخپله ختم کړ ځکه چې موږ خپله

د افغانستان د پخواني حکومت د سقوط په هکله زیات خلک پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني ملامتوي مګر امريکايي چارواکي وايي چې ځينې شيان داسې و چې هغه د اشرف غني په لاس کې نه و‌.

تازه د امریکا د پوځ لوړ رتبه جنرال مارک میلي ويلي دي چې که څه هم د رسنيو توجو د افغانستان څخه د راوتلو په شکل او د افغانستان په اوسني حالت ده مګر حقيقت دادی چې هرڅه موږ پخپله وکړل‌.

نوموړی وايي په قطر کې د خبرو پيل پخپله د افغانستان په حکومت ترټولو لوی ګوزار و کوم چې د افغانستان د حکومت مشروعیت ضعيف کړ او دې ضعف په خپله افغان سياسیون سره وویشل.

دی وايي چې د قطر خبرې هغه څه و چې په کومه ورځ پيل شوې نو هغه ورځ د افغانستان د حکومت د ټغر د ټولېدو ورځ هم پیل شوې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *