امريکايي استازي حامد کرزي ته مهم پيغام ورکړ چې کابل ته یې ورسوي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ سره ليدلي دي.
پدې ليدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو، د ښځو د حقوقو، د ملي پخلاينې او ملي ډيالوګ په بيا پيل کولو باندې خبرې اترې کړې دي.
د امريکا ځانګړي استازي په اماراتو کې د حامد کرزي ترڅنګ په افغانستان د واکمنې ډلې ددفاع د وزير سره هم ليده کاته درلودل، د واکمنې ډلې ددفاع وزير ټام وېسټ ته ډاډ ورکړی چې افغانستان به هېڅکله د امريکا په ضد استعمال نشي.
د بل لوري ټام وېسټ ښاغلي کرزي ته دا ويلي دي چې په کابل کې واکمنان بايد دا درک کړي چې د نجونو د زده کړو د بدلون د دوام په صورت کې د رسميت خبره يو قدم هم مخته نشي تللی.