امريکايي اداکاره خپل ملګري ته؛ يا مې مړ.ه کړه يا مې حامله کړه دريم انتخاب -

امريکايي اداکاره خپل ملګري ته؛ يا مې مړ.ه کړه يا مې حامله کړه دريم انتخاب

ټاپ امريکايي اداکارې د خپل ملګري څخه داسې غوښتنه وکړه چې ټول يې حیران کړل، د مېګان فوکس ملګری مشين ګن کېلي په یوه لویه غونډه کې د وینا لپاره موجود و، دغه غونډه د ټايم مجلې له لوري جوړه شوې وه چې پکې د راتلونکي شل تاثير کوونکي کسان معرفي کېدل، نوموړي دلته د ګډون وروسته خپل ځینې انځورونه خپاره کړل خو د انځورونو هخوا خبره هغه مهال په انټرنټ کې ترېنډ شوه کله مې ددې ملګرې خپله خوله خلاصه کړه.

دې انځورونو ته په کومېنټ کې د ښاغلي مشين ملګرې مېګان فوکس وليکل چې ستا څخه ښکلي څوک شتون نلري ستا په شان مکمل وجود هیڅوک نلري، قدم يو متر او ۹۱ سانتي متره، وايي يا ما مړ. ه کړه يا مې حامله کړه.

دا وړاندې ليکلي چې صرف همدغه دوه انتخابونه دي چې یا به ما حامله کوې او یا به مې وژ. نې. د نوموړې دې څرګندونو د انټرنټ په نړۍ کې لوی ځای نيولی په ميليونونو خلکو ته رسېدلي دي او په زرګونو خلکو ورباندې تبصرې کړې دي.

مېګان فوکس يوه ټاپ امریکايي اداکاره ده چې د ۲۰۲۰ م کال راهیسې د مشهور سندرغاړي مېشن سره ملګرې شوې ده او له هغه مودې وروسته دوی دواړه يو ځای ژوند کوي او د رسنیو په وړاندي هم يو ځای را څرګندېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *