امرالله صالح: قسم کوم د کابل د نجات پلان راسره و خو اشرف غني زنګ راته وکړ چې

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر او د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي د کابل د نجات لپاره یې پلان درلود خو ددغه پلان سره یې ډېر وخت مخالفت کېده.

نوموړی وايي غوښتل یې چې د کابل شاوخوا سيمې په ماینونو وپوښي خو د اشرف غني له لوري یې دا غوښتنه نه منل کېده، مګر کله چې نور وخت له وخت تېر و نو اشرف غني ورته ړنګ وکړ.

چې د کابل شاوخوا سیمې دې په ماینونو وپوښي، وايي ما ورته وويل چې اوس نو وخت ختم دی اوس دا کار امکان نلري وايي دری ورځې وروسته کابل سقوط شو.

په دریو ورځو کې دې هرڅه امکان نه درلود چې د کابل ټولې شاوخوا سیمې دې په ماينونو باندې وپوښل شي نوموړی زیاتوي که چېرې اشرف غني په لومړیوکې دده خبره منلې وی نو کابل به داسې په اسانۍ هېڅکله هم نه و سقوط شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *