اماراتو په شلو هېوادونو ويزه بنده کړه، دا هېوادونه عبارت دي له - Ht

اماراتو په شلو هېوادونو ويزه بنده کړه، دا هېوادونه عبارت دي له

عربي متحده اماراتو په شلو افريقايي هېوادونو باندې د ويزې بندیز لګولی دی، ددې هېواد حکومت پرېکړه کړې ده چې د شلو افريقايي هېوادونو وکړو ته به هېڅ ډول سياحتي ويزې نه صادروي.

ددې پرېکړې سبب د افريقايي هېوادونو د وګړو ځینې کړنې ښودل شوي دي، ددغو شلو افريقايي هېوادونو وګړي په اماراتو کې د سياحتي ويزې د وخت د خلاصېدو وروسته هم پاتې کېږي او زياته موده یې په دې هېواد کې په غیرې قانوني ډول تېره کړې ده.

ددې ترڅنګ په سياحتي ويزو باندې اماراتو ته دننه شوي دا کسان په کار لګيا شوي دي او هلته یې کاروبار پيل کړی، ددغو هېوادونو په سر کې نايجريا، ګانا، يوګاندا، ګامبیا، کامېرون، روندا، سوډان او ځينې نور هېوادونه موجود دي.

د يادونې وړ ده چې د متحده عربي اماراتو حکومت د افغانستان په وګړو باندې هم هر ډول ويزې بندې کړې دي، په افغانستان کې د حکومت له بدلون وروسته اماراتو د نړۍ په هر ګوټ کې افغان پاسپورټ درلودونکو ته د هر ډول ويزو ورکړه بنده کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *