اماراتو د هند مشهورې اداکارې ته ددخول اجازه نه ده ورکړې، سبب يې دا ښودل شوی چې

د اماراتو حکومت د هند مشهورې اداکارې عرفي جاوید ته اجازه نه ده ورکړې چې ددې هېواد دوبۍ امارت ته دننه شي، نوموړې پرون دا خبر د خپلو ټولنيزو رسنيو له رسمي حساب څخه تائید کړ او ویې ویل چې دا دوبۍ ته نه ده پرېښودل شوې.

د نوموړې د وينا په اساس د اماراتو حکومت يو نوی قانون وضعه کړی دی چې دې ترې خبر نه درلود، ددې قانون په بنسټ د کومو هېوادونو وګړي چې غواړي عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي نو ددوی په پاسپورټونو کې بايد نوم او تخلص په واضح ډول بېل بېل ليکلي شوي وي.

دا وايي چې ددې په پاسپورټ کې صرف همدا يو نوم دی او دوهم نوم نلري او نه هم دا ډول ډول بېل بېل جاوېد- او عرفي ليکل شوي دي، نو له همدې کبله دا ددې مشکل سره مخ شوه.

دې ويلي دي چې د هند د قونسلګرۍ سره په اړیکه کې شوې ده او هغوی هم ورته ويلي دي چې دا د اماراتو نوی قانون دی او ټولو هېوادونو ته خبر ورکړل شوی دی چې دا شرط پوره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *