افغان کرکټ پاکستان ته: عزت وکړی چې عزت درکړل شي، که چېرې تاسې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مرستیال روزونکي د پاکستان کرکټ بورډ مشر نجم سیټي څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، که زموږ عزت وکړئ، نو عزت به مو وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان کرکټ بورډ مشر نجم سیټي نن په یوه خبري غونډې کې وویل، چې افغانستان کرکټ بورډ ته یې ویلي چې افغان لوبغاړي دي کنټرول کړي چې پاکستان لوبغاړو سره شخړه نه کوي.

هغه ویلي:((مونږ د افغانستان کرکټ بورډ ته وویل چې خپل لوبغاړي کنټرول کړي. موږ د ګټلو او بایللو تجربه لرو نو موږ کولی شو خپل احساسات کنټرول کړو. مګر دوی په نړیوال کرکټ کې نوي دي. دوی باید خپل لوبغاړي کنټرول کړي))

خو د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مرستیال روزونکي ریس احمدزي اوس د پاکستان کرکټ بورډ مشر څرګندونو ته غبرګون کې ويلي، زموږ عزت وکړئ، چې ستاسو عزت وشي.

ریس احمدزي ویلي:((موږ دواړه لوري د آی سي سي تر اصولو لاندې لوبه کوو. که زموږ عزت وکړئ، نو عزت به مو وشي. راځئ په شارجه کې له لوبې خوند واخلو.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *