افغان کرکټ بورډ د پاکستان څخه مرسته غوښتې، پاکستان ورته ویلي چې

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی دی چې د افغانستان د کرکټ بورډ مشران په پاکستان کې دي، ددې رسنیو د خبر په بنسټ افغانستان د استراليا له لوري د لوبو د لغوه کولو وروسته د پاکستان څخه مرسته غوښتې ده.

جيونيوز په یوه خبر کې ويلي دي چې د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکو د پاکستان څخه غوښتي چې د اسټرالیا په ځای دوی ورسره لوبې وکړي او همدارنګه د ای سي سي په غونډو او پریکړو کې خپله رايه د افغانستان په ملاتړ وکاروي.

د یادونې وړ ده چې د اسټرالیا ترڅنګ هند هم سږ کال د افغانستان سره پلان شوې لوبې نه ترسره کوي، هند په رسمي ډول څه نه دي ويلي خو د خپلو لوبو په خپاره شوي تقسيم کې یې افغانستان ته ځای نه دی ورکړی.

د بل لوري د کرکټ مبصرین وايي چې د کرکټ او ای سي سي تاريخ په کتو سره په هر هېواد کې چې جنسیتي يا قومي تعصب شتون ولري لکه پخوا په جنوبي افريقا کې نو د ځینې هېوادونو او ای سي سي له لوري د بندیدزونو سره مخ کېږي نو پکار ده چې په افغانستان واکمنه ډله د خلکو مشروع حقوق هغوی ته ورکړي او د افغانستان هرڅه برباد نکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *