افغان ماډله امريکا کې ونیول شوه هغه تېره شپه -

افغان ماډله امريکا کې ونیول شوه هغه تېره شپه

ټاپ افغان سندرغاړې او ماډله امریکايي پوليسو نيولې ده، فاطمه رسا يو له هغو رسنیزو څېرو څخه وه چې د افغانستان د پخواني حکومت له چپه کیدو سره سم د افغانستان څخه ووته او د امریکا متحده ایالاتو ته ولاړه، هغه په ټولنيزو رسنيو کې زياته فعاله وه او وخت نا وخت یې د خپل ژوند چارې او خپل فعاليتونه د ټولنيزو رسنيو په ځانګړي ډول د انسټاګرام له لارې د خپلو تعقيب کوونکو سره شریک کول.

تېره ورځ بيا داسې اوازه شوې چې نوموړې په امريکا کې ګرفتار شوې ده، وروسته معلومه شوه چې دا آوازه ريښتيا ده ځکه دې پخپله دا ومنله چې د څه مودې لپاره په امريکا کې پوليسو نيولې وه، نوموړې وروسته په دې هکله يو ډېر اوږد وضاحت ورکړ او همدارنګه یې خپل تعقيب کوونکي د يوې نوې پرېکړې څخه هم خبر کړل.

فاطمه رسا وايي چې امریکايي پوليسو له لوري ځکه نيول شوې وه چې په امريکا کې ځينې افغانانو غوښتل ددې پښې وښويوي او ددې کېس خراب کړي، دا وايي دغه څېرې ښې بې عزته شوې او دا خوشي شوه، نوموړې زیاتوي څوک چې ددې سبب شوي و چې دا پوليس ونيسي نو وروسته یې په محکمه کې ويل چې دوی رواني مشکلات لري.

وايي له دې بخيلانو خلاصه شوه خو اوس یې وايي نور پریکړه کړې ده چې خپلو درسونو ته پام وکړي او د یوه څه وخت لپاره د ټولنيزو رسنيو څخه رخصتي واخلي دا زیاتوي چې دا پرېکړه یې ددې پېښې سره تړاو نلري بلکې ځینې چارې دي چې بايد حل يې کړي‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *