افغانه سندرغاړې نغمه امريکا کې پوليسو نيولې، د هغه جرم دا و چې

افغانه سندرغاړې نغمه په امريکا کې پوليسو نيولې ده، نوموړې دا خبر تاييد کړی دی چې هغه پوليسو نيولې ده او يوه شپه یې په زندان کې تېره کړې ده. نوموړې وروسته له هغه چې په یوه محفل څخه ووتله پوليسو ونیوه.

دا وايي چې کله چې د يوه محفل څخه ووتله نو غوښتل یې چې د يوه مارکیټ څخه څه واخلي، د سودا اخيستلو په مهال یې چې کله دوکاندار ته پيسې ورکړې نو هغه د چک کولو وروسته نغمې ته وويل چې دا پيسې جعلي دي.

نوموړې وايي چې وروسته پوليس راغلل او دې ته یې وویل چې دا پيسې دې د کومه کړې، نغمه وايي چې ما ورته وويل چې يوه محفل ته تللې وم چې د افغانانو د واده خوشحالي وه نو هغوی رباندې پيسې واچولې ما هم د همغه راټولو شويو پيسو عاجل غوښتل د مارکیټ څخه څه سودا واخلم.

وايي وروسته پوليسو ونيولم او خپل سټېشن ته یې يوړم، وروسته وايي نور افغانان راغلل او سبا سهار وختي د زندان څخه خلاصه شوم، دا زیاتوي چې دا یې په ژوند کې يوه ترټولو بده پېښه وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *