افغانستان کې په يوه مياشت کې د ریل پټلۍ په واسطه ۴لکه ټنه توکي انتقال شول، هغه ولايتونه چې
په تېره میاشت کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۴۲۷ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره میاشت د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۴۲۷ زره ۵۹۵ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
په یاد توکو کې ۳۰۷۰ ټنه توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه او نور توکي دي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.