افغانستان کې د ريل ګاډي له طريقه د موادو د انتقال بې سارې چټکتيا، په يوه اونۍ کې - Ht

افغانستان کې د ريل ګاډي له طريقه د موادو د انتقال بې سارې چټکتيا، په يوه اونۍ کې

په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۰زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۱۰۰ زره ۸۹۰ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

په یاد توکو کې ۹۷۶ ټنه توکي صادر شوي دي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *