افغانستان او پاکستان په پنځوس اوريزو لوبو هم توافق وکړ، خو پاکستان يو شرط هم وړاندې کړی

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د راتلونکو پنځلسو مياشتو لپاره د خبلې کرکټ ملي لوبډلې د لوبو معلومات خپاره کړي، چې له افغانستان سره به پنځوس اوریزه لوبلړۍ هم ترسره کړي.

د پاکستان کرکټ بورډ د مهالوېش له مخې، پاکستان لوبډله به د پنځلس میاشتو په موده کې له سریلانکا، اسټرالیا او ویسټ انډیز سره ۷ ټیسټ لوبې ترسره کړي.

همدغه راز پاکستان لوبډله به سږ کال د افغانستان او نیوزیلېنډ پر وړاندې ۸ یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي او پنځوس اوریزه اسیا جام او نړیوال جام هم په همدې کال کې ترسره کېږي.

د مهالوېش له مخې، پاکستان کرکټ بورډ به له افغانستان سره درې پنځوس اوریزه لوبې د روان کال په اګست میاشت کې ترسره کړي، چې په غالب ګومان دا به د سوپر لیګ سیالۍ نه وي.

ځکه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوپر لیګ لوبلړۍ لغوه شوې ده او پرځای یې د روان میاشتې په ۲۴مه نېټه شل اوریزه لوبلړۍ پیلېږي، چې له دې وروسته به بیا له نیوزیلېنډ سره لوبلړۍ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *