افغانستان او پاکستان بيا سره مخامخ کېږي؛ د دریو يو ورځنيو لوبو نېټه اعلان شوه

تېره ورځ د افغانستان د کرکټ بورډ اعلان وکړ چې دوی د متحده عربي اماراتو سره يو پینځه کلن تړون لاسليک کړی دی چې په اساس به يې د افغانستان په اماراتو کې پينځه کاله ددې هېواد د کرکټ په لوبغالو کې خپلې لوبې ترسره کوي او په مقابل کې به هر کال افغانستان ددې هېواد د کرکټ د ملي ټيم سره دری شل اوريزه لوبې ترسره کوي.

ددې خبر وروسته نن د پاکستان د کرکټ مشهورې وېبپاڼې ګرين کپ خبر ورکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به دری یوه ورځنۍ نړيوالې لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. د يادې وېبپاڼې د خبر بنسټ دا لوبې به راتلونکی کال ترسره شي.

دغه وېبپاڼې د لوبو د نېټې په هکله همدومره ويلي دي چې لوبې به راتلونکي کال ترسره شي نور یې د مياشتې او ورځی په هکله دقیق معلومات نه دي ورکړي.

افغانستان اوس په سريلانکا کې ددې هېواد د ملي ټیم سره دری یو ورځنۍ لوبې لري چې يوه يې ې افغانستان وګټله بله پرون د باران له کبله مساوي اعلان شوه او راتلونکې لوبه به سبا ترسره کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *