اصغر ستانکزی: ډېرې ښې لوبې وشوې، خو راشد خان زما غوښتنه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سريز د پای ته رسېدو وروسته پخواني افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي هم په دې تړاو خپل نظر څرګند کړ. اصغر ستانکزي په خپل يوه پيغام کې ددې سريز د ګټلو له کبله افغان لوبډلې ته مبارکي ویلې ده او وروسته یې د ټیم په هکله خپل نظر بیان کړی.
نوموړي پخپل پيغام کې ليکلي دي چې لوبې په زړه پورې وې خو یوه مسله چې دده لپاره ډېره د خوشحالۍ خبره وه هغه د راشد خان له لوري د لوبې او ټیم ښه مدیریت او لوبډلمشري وه.
ده وړاندې ليکلي دي چې د افغان سينیر لوبغاړو له لوري مسولیت مننونکې لوبه وشوه او په دې ډول تګ سره به افغانستان په چټکۍ نور هم پرمخ ولاړ شي او لا به نور لوی لوی بریالیتوبونه ترلاسه کړي.