اصغر ستانکزی هم امريکا ته ځي، نوموړي خپل پاسپورټ

د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم پخوانی کپتان اصغر ستانکزی نیت لري چې امريکا ته پناه یوسي، د يوې سرچينې له لوري د خپرو شويو معلوماتو په بنسټ اصغر ستانکزي د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د امريکا سفارت ته خپل اسناد سپارلي دي.

نوموړی او د کرکټ ځینې نور پخواني لوبغاړي او چارواکي غواړي چې نور افغانستان پرېږدي او د مهاجرت په روانه لړۍ کې نور دوی هم د افغانستان څخه ولاړ شي. تراوسه پورې په دې هکله په رسمي ډول پخپله اصغر ستانکزي څه نه دي ويلي. نوموړي په دې وروستيو کې په کابل کې د کرکټ بورډ د ریاست د ترلاسه کولو ځینې هڅې کړې وې چې بې نتیجې پاتې شوې وې.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان څخه مهاجرت په هره کچه موجود و خو د کرکټ په ډګر کې بيا د افغانستان څخه د پام وړ کډوالۍ شتون نه درلود دا لومړی ځل دي چې د کرکټ‌ د برخې کسان هم د افغانستان د پرېښودلو اقدام کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *