اصغر ستانکزی: سيريز مساوي شو فرق نکوي، خو مهمه داده چې ولې

پرون د افغانستان او سريلانکا ترمنځ د يوه ورځنيو لوبو سيريز پای ته ورسېده، سيريز که څه هم د افغانانو په خوښه پای ته ونه رسېده خو بيا هم افغانستان کوم خاص زیان ونکړ او سيريز د دواړو لوريو ترمنځ مساوي اعلان شو.

د افغانستان د کرکټ پخواني بدنام کپتان اصغر ستانکزي هم د دغه سيريز پايلې ته غبرګون ښودلی دی. ده ويلي دي چې دومره فرق نکوي سيريز مساوي شو. خو څه چې مهم دي هغه بايد موږ درک کړو‌.

ستانکزی وايي چې مهم دا و چې ښې لوبې وشي او ښې لوبې وشوې نور له خيره بايلل او ګټل د لوبې برخه ده. نوموړي د ابرهیم ځدراڼ ستاينه کړې ده او ويلي یې دي چې هغه ډېر ښه وځلېده.

د يادونې وړ ده چې اصغر ستانکزي هغه لوبغاړي چې په همدې لوبو کې ښه وځلېدل او ځوان لوبغاړي په هېڅ صورت په ملي ټيم کې نه لوبول کوم ځل به یې موقع ورکړه بيا به یې میدان ته نه راکښته کول که به یې ميدان ته راښکته کړل بيا به یې سم پلان ورته نيوه او په ترټولو بد وخت کې به یې را ښکته کول هڅه به یې کوله ځوان لوبغاړي په ځان باور له لاسه ورکړي او ميډيا کې يې هم داسې معرفي کړي چې ما خو چانس ورکړ خو لوبه نشي کولای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *