اصغر ستانکزی: افغان ټيم د لويو هېوادونو د ماتولو وړتیا لري خو نيمګړتيا داده چې
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم پخواني کپتان د کرکټ د ټیم په هکله په خپلو وروستيو څرګندونو کې ویلي دي چې افغان ټيم په نړۍ کې د لويو ټيمونو په وړاندې د بریا وړتیا لري خو دلته یو ټکی چې زيات مهم دی هغه مدیریت دی. دی وايي د یوه سالم او قوي مدیریت په پايله کې افغان ټيم او افغانستان د بریالیو هېوادونو او ټيمونو په قطار کې راتلی شي.
دی وړاندې وايی چې دا د خواشینۍ ځای دی چې اوس مهال د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د لويو لوبو په مقابل کې بريا ته نشي رسېدلای. وايي په ټیم کې دا وړتيا شته ده خو که ښه مدیریت او پوره زيار وګالل شي نو ددې وړتیا څخه ښه استفاده کېدی شي.
اصغر افغان د اوږده وخت لپاره د افغانستان دکرکټد ملي ټيم کپتان پاتې شو او په دې وروستيو کې یې د افغانستان د کرکټ سره خدای پاماني وکړه. دی اوس وخت نا وخت د افغان ټيم په هکله خپل نظريات شريکوي.
نيوکه کوونکي وايي چې اصغر چې کپتان هم و افغانستان د کوم لوی هېواد په وړاندې بريا نه وه ترلاسه کړې اوسنی وضعیت نوی نه دی. خو پلویان یې وايی اصغر که څه هم پخپله ښه لوبه نشوی کولی خو په مدیریت کې بريالی و.