اصغر ستانکزي افغانستان پریښود قطر ته ولاړ، هغه د قطر څخه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوه پخواني لوبډلمشران اصغر افغان او نوروز منګل لیجنډز لیګ یا د پخوانیو لوبغاړو لیګ کې د ګډون په موخه قطر هېواد ته ولاړل.
د ۲۰۲۳ کال لیجنډز لیګ په دوحه کې پیلېږي، چې د مارچ په ۱۰مه به په اسیا ټاون کرکټ لوبغالي کې پیل شي، چې د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی به په دې سیالیو کې د اسیا لاینز استازیتوب کوي.
د لیجنډز لیګ د سږني پړاو د درې واړه لوبډلمشرانو هم په ډاګه شوي دي، چې د اسیا لاینز لوبډلې لپاره شاهد افریدی، ورلډ جاینټس لوبډلې لپاره ارون فینچ او د هند مهاراج لوبډلې لپاره ګوتم ګمبیر لوبډلمشران ټاکل شوي دي.
د ټورنمنټ په افتتاحیه یا لومړنۍ لوبه کې به اسیا لاینز لوبډله د هند مهاراجا لوبډلې سره مخامخ شي او ورلډ جاینټس به د ټورنمنټ دریمه لوبډله وي.
د سريلانکا، بنګله دېش، افغانستان، پاکستان او نيپال پخواني کرکټران به يوځای د اسيا لاینز په جوړولو کې برخه اخلي، په ټورنمنټ کې اته لوبې مهالویش شوي او پایلوبه به د مارچ په ۲۰مه نېټه ترسره شي.