اصغر د خپلو ګناهونو د بخښلو لپاره عمرې ته تللی ، وايي ما
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوو پخوانيو لوبډلمشرانو اصغر افغان او نوروز منګل یو ځل بیا په دې مبارکه میاشت کې د عمرې سعادت ترلاسه کړ او د روژې دغه مبارکه میاشت یې نوره هم ځانګړې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې د اصغر افغان او نوروز منګل هغه انځورونه لاس په لاس کېږي، چې دوی دواړه په بیت الله شریف کې ولاړ وي او احرام یې تړلی وي.
د اصغر افغان او نوروز منګل د عمرې سعادت د ترلاسه کولو په پار مینه وال هغوی ته د دعا لاسونه لپه کوي او د مبارکۍ پیغامونه او تبصرې پرې کوي.
د یادولو وړ ده چې اصغر افغان او نوروز منګل د لیجنډز لیګ نه وړاندې یوځای په سفر وتلي وو، چې اوس یې دا دی د عمرې شریفې په ادا کولو سره خپل سفر برکتی کړ او په خپلو عباداتو کې یې اضافه هم وکړه.
هېره دې نه وي چې د لیجنډز لیګ د اصغر افغان اړوند لوبډلې اسیا لاینز وګټلې او د اتلولۍ جام یې پورته کړ او دغه جام افغان ولس ته ډالۍ کړل شو.