اصغر خبر شو، نړيوالې شورا کرکټ بورډ ته ۱۶ ميليونه ډالر ورکړي اصغر کابل کې
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم پخوانی کپتان کابل ته رسېدلی دی، هغه ته نېږدې کسانو رسنيو ته ويلي دي چې اصغر ستانکزی خبر شوی دی چې د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرکټ بورډ ته د کال ۱۶ میلیونه ډالره بوديجه ټاکلې ده.
د کرکټ مبصرين او څارونکي وايي اصغر ستانکزی راغلی او د ځينو کسانو په واسطه غواړي چې د کرکټ بورډ ریاست ترلاسه کړي.
دغه مبصرين نيوکه کوي چې اصغر پخپل وخت کې د فساد له کبله د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم دوه ستر سپانسر او مالي ملاتړي شرکتونه د الکوزي او GPS د فساد او ناغېړيو له کبله خفه کړل او هغوی د افغانستان د ملي ټيم د مالي ملاتړ څخه لاس واخيست.
اوس چې بيا دوی د پيسو بوی کش کړی نو په ډېره سپين سترګۍ لګيا دي او هڅه کوي په دغو پيسو واکمن شي او خپل شخصي جېبونه ډک کړي.