اشرف غني: وخت یې را رسېدلی چې د دوحې د تړون پټې مادې افشا شي، لومړۍ ماده

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د نجونو د پوهنتونونو د بندلو پرېکړې ته غبرګون وښود، پرون په کابل واکمنې ډلې اعلان وکړ چې د ښځو هر ډول زده کړې منعه دي، ښځې له دې وروسته پوهنتون، ښوونځي د زده کړی کوم کورس هیڅ ډول تعليمي بنسټ ته نشي تلای.

اشرف غني تېره شپه په یوه پیغام کې وويل چې دا ډول پرېکړې د افغان نسل او د افغانستان د ايندې سره د حاکمې ډلې دښمني ثابتوي.

نوموړي په خپل پیغام کې ویلي دي چې حاکمه ډله، ددوی مبلغان دې ولس ته سپيناوی ورکړي چې په قطر کې د امريکا سره اصلي معامله په څه وه، د دوحې د تړون پټې مادې په څه ټينګار کوي؟ هغه ویلي حاکمه ډله او ددوی تبليغ کوونکي دې نور ولس اعتراف وکړي او هغه پټې مادې دې رسنيزې کړي ترڅو به یې پټې وساتلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *