اشرف غني: د هېواد څخه نه وتلم خو پخپلو سترګو مې ولیدل چې امريکايانو زما ځانګړي ځواکونه

د افغا. نستان د حکومت چټک سقوط د هېواد څخه د اشرف غني تېښته دا ټول هغه څه دي چې ډېری خلک یې په هکله په زرهاوو نا ځواب شوې پوښتنې لري.

ښاغلی غني چې مخکې له دې چې د وطن څخه ووځي په ډېر ډاډ غږېده او ویل یې چې د هېواد څخه وتلو ته په هېڅ صورت نه دی تيار بلکې تيار دی چې خپل ژوند د خپل ملت او هېواد قرباني کړي.

هغه د یوه امریکايي تلوېزيون سره پخپله مرکه کې ويلي و چې هېڅوک دا توان نلري چې دی په طياره کې کېنوي او ورته ووايي چې دا هېواد پرېږدي وايي زه د خپل هېواد لپاره مر. ګ ته تيار يم.

ددې لویو خبرو سره غني بيا هم تېښته وکړه، اوس وايي چې ان دده ځانګړي ځواکونه هم د امريکايانو الوتکو ته ختل او امریکا زر زر دا قوي ځانګړي ځواکونه د هېواد څخه اېستل نور پوځ هسې پاشل شوی و نو د مقاومت هېڅ وسيله پاتې نشوه ځکه د هېواد څخه ووت.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *