اشرف غني: د افغانستان د خلکو څخه به هېڅکله بخښنه ونه غواړم هغوی -

اشرف غني: د افغانستان د خلکو څخه به هېڅکله بخښنه ونه غواړم هغوی

اشرف غني احمدزي چې وروسته یې د ټلوالې د کسانو د امرالله صالح لپاره د احمدزيو دروند تخلص هم لرې کړ د افغانستان د خلکو څخه د بخښنې غوښتنې څخه انکار کړی دی.

په داسې حال کې چې د اشرف غني تېښتې په افغانستان کې نړيوال مشروعيت ختم کړ، د افغانستان ميلياردونه ډالر ټول پانګونه قيد شوه، د هېواد څخه سرمایه وتښتېده، ښوونځي وتړل شول، ټول واک په یوه وار لکه غنمیت مخالفينو واخيست اوس هېڅوک نه ورسره شريک کوي. دا ټول ځکه وشول چې غني وايي چې ما غوښتل وتښتم او نړۍ ته ثابته کړم چې واک يې په مشروع ډول نه دی اخيستی.

دا کور ګډی اوس وايي د افغانانو څخه هېڅ بخښنه نه غواړم، افغانانو زه یوازې پرېښودم، ما هېڅ خطا نه ده کړې، بس دا حکومت چپه کیدو کې نور خلک ملامت و زه سپينه فرشته يم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *