اشرف غني اماراتو کې د ټام وېسټ سره د ليدنې غوښتنه کړې، د هغه غوښتنې ته ځواب
ځینې رسنیو داسې خبرونه خپاره کړي دي چې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له لوري په اماراتو کې د امريکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ سره د ليدنې غوښتنه شوې ده.
ددې خبرونو په بنسټ د ټام وېسټ له لوري د اشرف غني دا غوښتنه نه ده منل شوې. د بل لوري اشرف غني ته نیږدې هېڅ ډول سرچینې دا خبر نه دی تائید کړی.
د امنیت شورا پخواني کار کوونکي چې د اشرف غني له اطرافو سره نېږدې اړیکې لري ويلي دي چې اشرف غني د ټام وېسټ سره د ملاقات کومه غوښتنه نه ده کړې. نوموړي ويلي دي چې اشرف د خارجیانو سره د ملاقاتونو په بنسټ د افغانستان په سوکالۍ باور نلري.