اسټراليا کې د فاروقي د قراداد د لغوه کېدو علت معلوم شو
تېره ورځ د سيدني تندر ټيم د افغانستان د تکړه چټک توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي قراداد لغوه کړ او په دې صورت فاروقي د خپل کرير يا مسلکي شخصیت ترټولو سخته ضربه واخيسته.
تازه ځينې رسنيو خبر ورکړی دی چې فاروقي کوم لوی جرم او خطا نه ده کړې، بلکې د جامو اغوستلو په سالون کې یې د یوه کس سره عادي جنجال شوی و او وروسته یې د غوسې د اوبو بوتل ويشتلی و.
کوم فزيکي برخورد يا بل څه نه دي ترسره شوي خو دا چې د اسټرالیا په ټيمونو کې ډسيپلين او اخلاق ډېر حساس او جدي دي نو ځکه فاروقي ته دغه سزا ورکړل شوې ده.