اسټراليا د افغانستان سره خپلې ټولې لوبې لغوه کړې له دې وروسته افغانان
د افغانستان د وروستيو بدلونونو څخه بلاخره افغان کرکټ هم خپل نصيب واخيست، تازه د اسټراليا د کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د افغانستان سره پلان شوې دری یو ورځنۍ لوبې نه ترسره کوي.
ددې هېواد کرکټ بورډ ويلي دي چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو او کار کولو د مخنیوي په غبرګون کې دوی د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم سره خپلې لوبې لغوه کوي.
د یادونې وړ ده چې په کابل واکمن اسلامي نظام د ښځو په زده کړو او کار باندې بندیز لګولی دی. دغه ډله وايي چې بندیز موقتي دی خو کارپوهان وايي چې تصمیم دايمي دی د کار او زده کړو د اجازې لپاره هیڅ طرحه او پلان شتون نلري.