اسراييلي اداکاره؛ ماشوم زېږول مې ډېر خوښېږي که امکان یې درلودی هره مياشت مې يو

د هالیوډ د فلمونو يوه ترټولو ټاپ اداکاره ګل ګاډوټ ده هغه په اصل کې د اسراییلو ده خو ډېر وخت د امريکا په متحده ايالاتو کې وي او دغلته خپل هنري فعاليتونه په مخ وړي، نوموړې په څو امریکايي فلمونو کې کار وکړ او په لږ وخت کې یوه نړیوال شهرت ته ورسېده او د ځان لپاره یې د‌ ميليونو خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړ، هغه که د يوې د پرمختللې نړۍ يوه ټاپ اداکاره ده د بلې خوا ځینې ډېر داسې عجيب عادتونه لري چې هغه د نورو څخه بېلوي.

دې پخپله یوه مرکه کې ويلي دي چې مور کېدل یې خوښ دی او ډېر خوشحاله ده چې مور ده، وايي دا چې يو ماشوم زما څخه پیدا کېږي او یوه ماشوم دنيا ته راوړم دا راته يو بېل کيف او خوند راکوي له همدې کبله وايي که په وس کې مې وی او امکان یې درلودی په هره مياشت کې مې يو ځل يو ماشوم نړۍ ته راوړ.

دغه اسرايلي اداکاره په داسې وخت کې د زیاتو ماشومانو د پیدا کولو سره علاقه او مينه ښيي چې اوس مهال په غربي نړۍ کې څوک د زیاتو اولادونو د پیدا کولو طرفدار نه دی ځان ډېری فلمي اداکارانې خو نه غواړي چې هېڅ اولاد پيدا کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *