ازبکستان کې د خپلوانو ترمنځ واده کول منعه کېږي له دې وروسته صرف -

ازبکستان کې د خپلوانو ترمنځ واده کول منعه کېږي له دې وروسته صرف

 د ازبکستان د ښځو او کورنیو د چارو کمېټې د کورنیو د اصلاحاتو د قانون مسوده چمتو کړه چې پر اساس یې د کورنۍ نژدې غړي له یو بل سره واده نه شی کولی.

د ازبکستان د دولتي رسنیو دراپور له مخې، د کورنیو د اصلاحاتود قانون هدف دا دی چې د ماشومانو د مشروع ګټو او همداراز د نژدې خپلوانو ترمنځ د ودونو د مخنیوي دفاع وشي.

د دې راپور له مخې، په تېرو۳ میاشتو کې په ازبکستان کې د نژدې خپلوانو ترمنځ څه باندې ۱۲ سوه ودونه شوي دي.

دا ډول ودونه تر ډېره په خورا لېرې پرتو اوکلیوالي سیمو لکه سوخندریا او کسکارداریا کې شوي دي.

که څه هم د ترورزي او ترلې، خورزې او ورورزي ترمنځ ودونه جواز لري خو طبي څېړنو ښوولې ده چې د دا ډول ودونو په نتیجه کې ډېر احتمال شته چې د هغوی اولادونه له جسمي او ذهني نظره نیمګړتیاوې ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *