اريانا سعيد: که څوک فارسي دانشګاه نه مني نو هغوی دې نور هېڅکله هم

په هېواد کې په دې وروستيو کې د پوهنتون او دانشګاه مسله ګرمه شوې ده، دا مسله هغه مهال رامنځته شوه کله چې د مزارشريف د پوهنتون څخه د دانشګاه پاړسي نوم لرې شو او يوازې پوهنتون پرېښودل شو.

اوس نو ددې مسلې په هکله هر څوک خپل دريځ نيسي، د بېلابېلو سيمو څخه بېلابېلو کسانو بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي او اوس پدې هکله اريانا سعيد هم غبرګون ښودلی دی.

هغه د انسټاګرام په یوه پوست کې ويلي دي چې که څوک دانشګاه نه مني بيا فروشګاه او دا ډول نور فارسي کلمې هم نه کاروي وايي زما نوم فارسي دري دی او دا د افغانستان رسمي ژبه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *