اريانا سعيد: غواړم افغانستان فدرالي شي هلته به بيا زما لومړی کار دا وي چې -

اريانا سعيد: غواړم افغانستان فدرالي شي هلته به بيا زما لومړی کار دا وي چې

اريانا سعيد هم يو له هغو افغان سندرغاړو څخه ده چې په افغانستان کې د وروستی بدلون وروسته د هېواد څخه ولاړ اوس په بهر کې خپل هنري فعاليتونه مخته وړي، نوموړې چې اوس مهال نشي کولای په افغانستان کې سندرې وايي په لومړي ځل سره وايي چې په افغانستان کې فدرالي حکومت رامنځته کېدل به د افغانستان خلکو ته دا امکان ورکړي چې هرڅوک د خپلې خوښې قوانينو او ذهنيت سره یو ځاي ژوند وکړي.

دا وايي چې فدرالي حکومت د افغانستان د تجزيې په مانا نه دی په نړۍ کې ګڼ هېوادونه لکه جرمنی، برازيل امریکا او نور فدرالي حکومتونه لري چې هر ايالت بېلابېل قوانین لري او هرڅوک د خپل فدرال ځايي حکومت د قوانینو په اطاعت مسول دي.

افغانستان کې د نوي حکومت د رامنځته کېدو وروسته د فدرالي حکومت غوښتنې زياتې شوې دي او ډېری غيرې پښتانه خلک پدې قناعت باندې یقیني شوي دي چې موجود واکمنو سره ژوند ګران دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *