ارمان یې پوره شو، د اصغر ستانکزي زوی پيدا شو، نوم یې جنت

اصغر ستانکزي په ټولنيزو رسنيو کې خبر ورکړی دی چې دده نسل دوام لري، وايي زوی یې پیدا شوی دی. نوموړي کال وړاندې دوهم واده وکړ او اوس مهال یې د خوښۍ په يو پوست کې ویلي دي چې خدای تعالی ورته یو نارینه اولاد ورکړی دی.

که څه هم دقیق معلومات نشته خو ښکاري داسې چې د نوموړي نارینه اولاد نه و او کېدی شي له همدې کبله یې دوهم واده کړی وي.

ده د خدای تعالی شکر ادا کړی دی او ويلي یې دي چې په زوی یې عزام نوم ایښی دی. تخلص یې هم افغان دی. په فيسبوک کې افغانانو ورته د بل اولاد مبارکي ورکړې ده او ځينو ورته چې خدای دې ورته داسې يو وجدان نصيب کړي چې ملي ګټې ورته ارزښت ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *