اردوغان په ژوندۍ برنامه کې ويده شو، خبریاله ورغله او
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره شپه د يوه تلویزیون سره د مرکې په مهال ويده شو. په داسې حال کې چې سبا په ترکیه کې د ولسمشرۍ د ټاکنو دوهم پړاو ترسره کېږي د نوموړي دا څووم ځل دی چې يا په ژوندۍ برنامه کې ويده کېږي او يا هم په لاره سم نشي تلی نېږدې وي چې ولوېږي.
اردوغان په چې ۶۹ کاله عمر لري د روغتيايي ستونزو له کبله د ژوند د چارو په مخ بېولو کې له سختۍ سره مخ دی، په رسنیو کې د هغه د ناروغۍ په هکله د سرطان او اپليپسي يا ميرګئو اوازې شتون لري.
خو چې ښکاره دي هغه دادي چې اردوغان په لاره په اسانۍ نشي په زينو کې د کوزېدو په مهال ځان نشي نيولی خطا کېږي او په ژوندۍ برنامه کې ويده کېږي.