احمد مسعود: کولی شو په افغانستان ولایتونه ونيسو خو ځکه يې نه نيسو چې

د مقاومت د ډلې مشر احمد مسعود د امريکا غږ په یوه مرکه کې په افغانستان کې په ولايتونو او ولسواليو باندې د ولکې ټینګولو د قدرت او اختيار خبره کړې ده، نوموړي پرون پخپله یوه تازه مرکه کې وويل چې دوی اوس د هېواد په ځينې سيمو کې دا توان لري چې ولسوالۍ او حتی ولایتونه ونيسي.

احمد مسعود وويل چې دا کار کولی شي مګر ځکه یې نه کوي چې د بلې مرحلې لپاره تيار نه دي، وايي د يوې شديدې جګړې او حملې په پايله کې کولی شو يو پوره ولايت ونيسو يا هم ولسوالۍ ونیسو خو حقيقت دادی چې دا کار نه کوو.

ځکه چې د ولسوالۍ يا ولايت د نیولو وروسته بيا دا امکانات نه لرو چې دا ولسوالۍ يا ولايت وساتو، نوموړی زیاتوي که ولسوالۍ يا ولايت ونيسو او بيا وروسته په افغانستان کې اوس موجوده واکمنان په دوی د یو لوی طاقت سره ورسي نو بيا دوی دا امکانات نلري چې د ولسوالۍ يا ولايت د ساتلو لپاره د اوږده وخت لپاره مقاومت وکړي‌.

دی زیاتوي د اوس لپاره د چريکي مبارزې ترڅنګ په دې هڅه کې وي چې د خپلې ډلې قوت، کمیت زيات کړو او وروسته بيا په لويو پلانونو عملي کولو پيل وکړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *