اته مياشتې وروسته پوهه شوه چې خاوند نرښځی دی، وايي هره شپه به

يوې امريکايۍ مېرمنې د خپل ګډ ژوند یوه ډېره نادره پېښه د ټولنيزو رسنيو له لارې د خلکو سره شېر کړې ده، دا وايی چې په ټيک ټاک کې د یوه کس سره ملګرې شوه او وروسته دوی مخامخ سره وليدل او پايله دا شوه چې د څه وخت دوستۍ وروسته یې پرېکړه وکړه چې واده وکړي.

نوموړې وړاندې وايي چې ژوند یې ښه په خوشحالۍ روان و خو وروسته متوجه شوه چې خاوند یې ورڅخه ځان یو څه څنګ ته کوي او دې ته خپل ځان په بشپړ ډول نه سپاري، دا وايي چې په پوره ډول يو بل سره نه و ازاد شوي.

وايي وروسته چې ما ورسره یو ځل په دې هکله خفګان وکړ چې يو ډول سره لرې غوندې يو نو ماته یې وویل چې دی په حقيقت کې نرښځوکی دی، وايي راته ويل يې چې ستا سره مينه لرم خو دا خبره مې پټه کړې وه چې هسې نه راڅخه نفر. ت وکړې.

دا مېرمن وايي چې که څه هم زه خفه شوم چې ولې یې زما څخه دا خبره پټه کړې ده خو په حقیقت کې زما لپاره ډېر شی بدل نشول زه د هغه سره په هر حال کې مينه کوم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *