آی پي اېل کې د راشد خان 15 کروړه ګټه، څومره ترې افغان کرکټ بورډ اخلي ؟
آی پي اېل کې د راشد خان 15 کروړه ګټه، څومره ترې افغان کرکټ بورډ اخلي ؟
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم ډېری لوبغاړي نن سبا په بهرنیو ليګونو کې ګډون کوي او له دې لارې ښه عايد او ګټه هم لري، ددې لوبغاړو په سر کې پرته له شکه چې د شل اوریزو لوبو د نړۍ لومړی نمبر توپ اچونکی راشد خان راځي.
راشد خان په بېلابېلو ليګونو کې لوبېږي خو ترټولو زيات عايد يې د کرکټ د ترټولو ستر سوداګريز ليګ ای پي اېل څخه دي، نوموړی سږ کال د ګجرات ټيټان د ټيم له لوري په 15 کروړه هندي روپۍ واخیستل شو، يو کروړ هندي روپۍ له يو لکو څخه زيات ډالر کېږي.
په دې حساب سره راشد خان د ای پي اېل څخه په ميليونونو ډالر عايد لري، خو دا حسابونه چې ددې روپيو څومره برخه چېرته او بلاخره راشد خان ته څو روپۍ رسېږي يو څه مغلق دي.
د هند په پرېمير ليګ يا آی پي اېل کې د هر بهرني لوبغاړي څخه شل سلنه ماليه کټ کوي او ورسره بيا د افغانستان د لوبغاړو څخه شل سلنه ګټه هم د افغانستان کرکټ بورډ کټ کوي. پدې حساب څلوېښت سلنه عايد د لوبغاړي څخه اخيستل کېږي.
که چېرې د راشد خان مسلې ته حساب وشي نو د 15 کروړو څخه به څلویښت سلنه راشد خان له لاسه ورکوي شل سلنه افغانستان کرکټ بورډ ته شل د هند حکومت ته.