آيا په ژمي کې د نارينه جن.سي قوت زیاتېږي؟ ساينس حقيقت بیان کړ

ډېری خلک دا فکر کوي چې د اوړي په مياشت کې د انسانانو جن. سي خواهش زيات وي خو د ساینس له لوري ترسره شوې څېړنې بل څه وايي، د نارينه او ښځينه و د جن. سي هورمونونو په هکله ترسره شوې څېړنې خو دا وايي چې د اوړي په مياشت کې د نارينه و او ښځينه و دواړو د جن. سي شوق هورمون هم کمېږي او هم بې کيفيته کېږي.

خو دا خبره ده چې په ډېرو هېوادونو کې د اوړي په موسم کې رخصتي و خلک چکرو ته ځي نورو هېوادونو ته ځي نو خالي وخت پکې زيات وي او د يو بل سره دا وخت تېرول د يو بل لپاره وخت درلودل ددې سبب کېژي حې ښځې او نارينه زيات کور. والی وکړي مګر په عملي ډول هغه وخت چې د ښځو او نارينه و جن. سي طاقت پکې زياتېږي اوړی نه دی.

وروستۍ ترسره شوې څېړنې وايي چې د نارينه او ښځينه و دواړؤ جن. سي طاقت د مني او ژمي په مياشتو کې زياتېږي، په نارينه و ترسره شوې يوه څېړنه وايي چې د مني او ژمي په مياشتو کې د انسان د سپرمو يا منیو کیفیت ډېر ښه وي او پدې وخت کې ښځه په ترټولو اسانه شکل حامله کېدی شي.

عموماً د مني د مياشتو پيل بيا د ژمي د مياشتو په جريان کې چې هوا سړه وي د نارينه و جن. سي شوق ښه وي او ورسره ددوی د سپرمو کیفیت زيات شوی وي په دې موسم کې سپرم يا مني تر بل وخت زيات د حرکت قوت لري او د يوې ښځې د حامله کولو چانس یې ډېر لوړ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *