آيا فرزانه ناز د سندرو ويلو څخه توبه کړې ده؟ لوی حقيقت ښکاره شو

فرزانه ناز يو له ټاپ افغان سندرغاړو څخه ده، خو په دې وروستيو کې يې د هنري فعاليتونو ترڅنګ نور فعاليتونه هم زيات شوي دي او په ځینې نورو کارونو باندې د خپل وخت يوه زياته برخه مصرفوي‌.

نوموړې اوس ډېر وخت د ټيک ټاک لپاره مواد او ویډیو ګانې جوړوي او په نويو سندرو جوړولو دومره وخت نه تېروي لکه د ټيک ټاک په ويډيو ګانو او یا د انسټاګرام په انځورونو باندې.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د سندرو ويلو څخه خو به یې توبه نه وي ایستلې وويل چې نه دا خپل مسلک او هنر سره زياته مينه لري د اوس لپاره په ځينو نورو پروژو باندې زياته مصروفه ده نو ځکه نوې سندره نلري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *