آيا راشد خان نړيوال کرکټ پرېږدي؟ وروستۍ خبرې یې افغانان غمجن کړل

د افغانستان وګړي د نورې خلاف د یوه ډېر متفاوت سرنوشت سره مخ دي، داسې چې د افغانستان د يوه ماشوم هيلې د يوې بهرني هېواد د ماشوم له وګړو ځمکه آسمان توپير لري، همدا توپیر اوس د افغانستان او نړۍ د کرکټ ځلاند ستوري راشد خان په خبرو کې هم راښکاره شوی دی هغه چې اوس مهال په استراليا کې دی او د افغانستان لپاره په نړیوال جام کې لوبه کوي تازه مرکه کې مهمې څرګندونې کړې دي.

نوموړي پخپله تازه وینا کې ویلي دي چې هيلې یې زیاتې دی خو د خپل هېواد په هکله یې بيا د هیلو څخه یوه مهمه هيله داده چې مخکې له دې چې دي د کرکټ‌ نړۍ پرېږدي او تقاعد شي نو دا آرمان لري چې په افغانستان کې یوه نړیواله لوبه ترسره شي.

د راشد خان دغه څرګندونو يو ځل بيا افغان ملت متوجه کړ چې په څومره وروسته حالت کې پاتې دي، په افغانستان کې دومره ابادي نشته چې یوه نړیواله لوبه پکې وشي دومره امکانات نشته چې یوه نړیواله لوبه پکې مدیریت شی دومره امنیت نشته چې نړیوال ټيمونه په افغانستان کې لوبه وکړي او بلاخره افغانان اوس یوازینی ملت دی چې په نړيواله کچه پېژندل شوی حکومت نلري‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *