آيا د مياشتيني عادت په مهال د ښځو کور.والی ته زړه کېږي؟ -

آيا د مياشتيني عادت په مهال د ښځو کور.والی ته زړه کېږي؟

د کور.‌والي لپاره ترټولو غوره وخت او ترټولو ناوړه وخت دواړه شتون لري، ځينې وختونه داسې دي چې پکې کور. والی کول په هېڅ صورت د منلو نه وي او دا د ښځې لپاره د يوې خوا ډول ډول زیانونه لري د بل لوري پخپله ښځه په دې برخه کې د خپل زړه خبرې ته نه پریښودل کیږي او ډېر کسان غواړي په دې پوه شي چې ايا واقعاً پدې وخت کې ښځه کور. والي غواړي او که نه.

د مياشتيني عادت په ورځو کې د ښځو لپاره کور. والی کول ډېر ناوړه دی، د يوې خوا ددوی د متيازو لار په دې وخت کې د ميکروبونو جذب کولو ته سخته مناسبه وي او په ډېره اسانۍ سره ددوی د متيازو لار، مثانه او نور غړي ميکروبي کېدی شي د بل لوري دا د ښځو د روان په برخه کې هم ډېر بد تاثیر لري.

د مياشتيني عادت په مهال ددې امکان وي چې د ښځې د جنسيت هورمون زيات شي خو دا چې هلته د وینې جریان موجود وی او د ښځې شرمګا په ډېر ناوړه حالت کې وي نو په ذهني او فزيکي ډول په هیڅ صورت ښځه نه‌ غواړي په داسې یو حالت کې خپل ځان خاوند ته ښکاره کړي.

په دې مهال باندې کور. والی په‌ ديني رواياتو کې سخت منعه شوی دی او ورسره طب او علم هم وايي چې پدې وخت کې کور.‌ والی کول سخت زيانونه لري او په هېڅ ډول بايد ترسره نشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *