آيا اریانا سعید له کاناډا څخه شړل شوې؟ هغه څه کړي و؟ منېجر یې حقیقت -

آيا اریانا سعید له کاناډا څخه شړل شوې؟ هغه څه کړي و؟ منېجر یې حقیقت

ټاپ افغان سندرغاړې آريانا سعید له ملکه ورکه ده، ترڅو چې جمهوریت سقوط کړی دی بيا نو په یوه ځای نه ده ناسته او په بهر کې يې فعاليتونه ډېر زيات شوي دي‌، ددې يو سبب دادي چې افغانستان کې نور کنسرټونه نشي ورکولای او بل دا کېدی شي چې د افغانستان د بدلون وروسته اوس ډېر زيات خلک امريکا، امريکايي هېوادونو او اروپايي هېوادونو ته ولاړل اوس نو هلته په زرګونو خلک ددې کنسرتونو ته ورځي.

د بل لوري پرون د آريانا سعید تازه انځور خپور شو چې هغه د کاناډا څخه بهر کېږي ځينې رسنيو خبر ورکړ چې هغه د کاناډا څخه ډيپورټ شوې ده خو آريانا سعید ته نېږدې سرچینو بيا د ټولنيزو رسنيو له لارې اصلي خبره را برسيره کړه.

د آريانا سعید د منېجر له لوري په خپاره شوي يوه پیغام کې راغلي دي چې هغه د کاناډا څخه پخپله خوښه د موقت لپاره د ځينې نورو پروګرامونو لپاره نورو هېوادونو ته سفرونه کوي وايي داسې هیڅ خبره نه ده شوې چې آریانا سعید دې د کاناډا څخه وشړل شي.

اريانا سعيد په امريکا کې د يو لړ کنسرټونو له ورکولو وروسته کاناډا ته ولاړه او هلته یې څه موده تېره کړه اوس یې بيا کاناډا ترک کړې ده او کېدی د امريکا وروسته په اروپا او ترکیه يو دوره وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *